دفاع وزارت ۲۲۶ تنه پخوانی منسوبین په دندو ګمارلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۸ نېټه):
ملی دفاع وزارت ویلی، چې د دې وزارت په تخنیکی، مسلکی او تخصصی برخو کې د بېلابېلو څانګو ۲۲۶ تنه منسوبین چې په وروستیو کې د خپلو دندو د خدمت ټاکلې مودې د پای‌ ته رسېدو له امله تقاعد ته سوق شوی وو، په بالمقطع ډول جذب کړی دی.
یاد وزارت همداراز هغه آوازې هم رد کړی، چې ګواکې د دې وزارت فنی او مسلکی پرسونل د ذاتی قانون په پام کې نه نیولو سره ځینې کسان تقاعد ته سوق کړی.
دغه وزارت ژمنتیا ښودلې، چې مسلکی او متخصص کسان به جذب کوی او د اړتیا په صورت کې به یې له تجربو څخه ګټه اخلی.
تر دې وړاندې د سرپرست افغان حکومت د کابینې په ۳۰مه غونډه کې داسې پرېکړه شوې، چې ټولې دولتی ادارې کولی شی، هغه متقاعدین چې د کار کولو توانایی لری، په خپلو ادارو کې په “بالمقطع” ډول او معلولان په رسمی ډول جذب کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.