دفاع وزیر له واخانه ساتنه کوو؛ هغه د افغانستان د سر حیثیت لری

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۲۵مه او د اګسټ میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب وایی، چې واخان د افغانستان سر دی او څو چې ا.ا واکمن وی، افغانستان به خوندی وی.

هغه دا خبرې د ا.ا د بیا واکمېدو لومړۍ کالیزې په غونډه کې کړې دی.
محمد یعقوب پرته له دې چې د کوم چا یا ډلې نوم واخلی وویل، په هېواد کې په یوه او بل نوم را پورته کېدونکی بغاوت به وځپی.

نوموړی د ا.ا پر چارواکو غږ وکړ چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړی او په وینا یې، د خپل ځان قاضی واوسی.

د دفاع وزارت سرپرست همداراز وویل چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله امنیت ټینګ شوی او له بهرنیو موسسو یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې پانګونه وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.