کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری لومړی نېټه):
د سرپرست افغان حکومت دفاع وزیر له العربیه ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلی، افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې – جوړې لپاره خبرې وکړی.
د نوموړی په خبره د اوس وخت لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.
نوموړی همداراز له دغه عربی ټلوېزیون سره خبرو کې د چین په همکارۍ د ایران او سعودی ترمنځ د روغې جوړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی، چې افغان حکومت د دغې جوړې هرکلی کوی او ښایی پر افغانستان هم ښه اغېز ولری، خو زیاتوی چې که د ایران او سعودی ترمنځ اړیکې ښې یا خرابې وی، د افغانستان سرپرست حکومت له سعودی سره نږدې او ښې اړیکې غواړی.
نوموړی دا څرګندونې په داسې مهال کړی، چې په کور د ننه او نړیواله ټولنه ټینګار کوی چې افغانستان کې داسې یو حکومت باید رامنځته شی، چې ټول افغان او سیاسی لوری په کې ځانونه ووینی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ