کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې او ایران رسنیو راپور ورکړی، چې په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ د اسراییلو په هوایی برید کې ویجاړه شوې او په پایله کې یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک یو جګپوړی قوماندان له یوشمېر نور کسانو سره وژل شوی دی.
د ایران د دولتی ټلوېزیون د راپور له مخې په دې پېښه کې برید جنرال محمد رضا زاهدی وژل شوی دی.
په راپور کې راغلی، چې د اسراییلو برید یوه هدفی وژنه وه.
تر دې وړاندې رسنیو خبر ورکړی و، چې د اسراییلو په برید کې د سفیر کور هم په نښه شوی دی.
د سوریې دولتی رسنیو هم دمشق ته نږدې د یوې چاودنې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې قونسلګرۍ کې دننه ټولو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
ایرانی چارواکو لا تر دې دمه د دغې پېښې په تړاو د غبرګون په توګه کوم دریځ نه دی څرګند کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ