معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / دواړه ګاونډیان به د خپل شرارت په اور کې سوزي!

دواړه ګاونډیان به د خپل شرارت په اور کې سوزي!

پداسې حال کې چې د ډیورند استعماري کرښې په اوږدو کې تر دوه اړخیزه نښتو او بریدونو وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی وسله وال مخالفین سره په زورورو وسله والو نښتو بوخت دي او خبري رسنۍ په ډېرو سیمو کې د وسله والو مخالفینو له برلاسۍ کیسه کوي، زمونږ بل شریر ګاونډی(ایران) هم د افغان حکومت له اړخه د هېواد په جنوب لویدیځو او لویدیځو ولایتونو کې د اوبو د بندونو د جوړوولو په اندېښنه کړي دی.

د خبري رسنیو د راپورونو په اساس د ایران حکومت رسمي سرچینو، پوره یوه میاشت وروسته تر دې چې په هرات کې د “پاشدان” د اوبو بند تر اوږده ځنډ وروسته خپل کار پیل کړی، پدې تړاو نیوکې کړې دي، پداسې حال کې چې دا د اوبو بند له ایران سره له ګډې پولې خورا زیاته فاصله لري او د هرات ښار ته نژدې جوړ شوی دی.

د ایران د اوبو صنعت یوه ویاند چې د هرات د پاشدان بند فعالېدو او اوبو ورکړې په غوسه کړی ؤ، تور ولګاوه چې د دې بند فعالیدل به د دوی په هېواد (ایران) کې د خلکو لپاره د څښلو د صحي اوبو برابرول ستونزمن کړي او چاپیریال ته به هم د ده په خبره سخت زیان ورسوي.

پداسې حال کې چې د پاشدان د اوبو بند د ایران او افغانستان له ګډې پولې خورا لیرې او د هرات ښار ته نژدې جوړ شوی، د ایراني چارواکیو دا نارې سورې داسې ښکاروي چې دلته هم تر کاسې لاندې کومه نیم کاسه شتون لري او د افغانستان د اوبو په تړاو ایراني واکمن بیا څه ناوړه ارادې لري.

د ګډو اوبو یا د اوبو د ګډو سرچینو په تړاو د ایران ناوړه ارادې او بد نیت یوازې د هرات ښار ته نژدې او له ګډې پولې په کیلومترونو لیرې پراته “پاشدان” د اوبو بند پورې هم نه محدودیږي، هغوی د هریرود د اوبو په تړاو یا له دوی سره ګډې پولې ته نژدې په هر ځای کې چې افغانان وغواړي له خپلو سرچینو او طبیعي زیرمو حتی له خپلو سیندونو او اوبو ګټه پورته کړي د دوی نارې سورې پورته وي او په یوه ډول نه په یوه ډول غواړي داسې ښکاره کړي چې ګواکې د هیرمند د سیند په تړاو که افغان لوری هر اقدام کوي او د خپلو پولو د ننه که د خپلو اوبو څخه د خپل حق مطابق ګټه اخلي نو ګویا دا د ګډو اوبو په تړاو د ایران حق تلفي ده او که پدې تړاو ډېره نرمه خبره هم کوي نو غوښتنه یې دا وي چې افغان لوری باید پدې تړاو خپل پروګرام او پلان لدوی سره شریک کړي او په بله معنا لدوی څخه پدې تړاو اجازه واخلي.

بل اړخ ته ایراني چارواکي د ګډو اوبو پر سر د ستونزې او متنازع مسایلو حل یوازې له رسمي لارو او قانوني چینلونو هم نه مطرح کوي، بلکې دوی تر ‌ډېره بریده پدې تړاو د زور ژبه کاروي او نه یوازې په خپلو کورنیو او داخلي مجالسو کې دا د زور او فشار ژبه کاروي چې آن کله ناکله د ایران حکومتي لوړ پوړي چارواکي هم د زور او فشار ژبه کاروي.

د ایران پخواني ولسمشر مرحوم ابراهیم رییسي کله چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هغه هېواد له سیستان- بلوچستان ایالت څخه لیدنه کوله، پداسې یوه لهجه چې د یوه هېواد له ولسمشر سره نه ښایي افغان حکومت ته په خطاب کې غږ کړی و چې باید افغانستان هرو مرو د هیرمند سیند له اوبو څخه د دوی حق ورکړي که نه بیا دې له ځانه ګیله کوي!!!

که څه هم تر دې ناوړه لهجې او ښکاره تهدید څو میاشتې وروسته ابراهیم رییسي د الوتکې د سقوط په پېښه کې مړ شو او په هغه هېواد کې سیاسي او ډیپلوماتیک بدلونونه رامنځ ته شول، خو د یوه داسې هېواد له ولسمشر سره چې ځان په ظاهره د افغانستان او افغانانو دوست ګڼي د نوموړي دا لهجه نه یوازې د افغانانو چې د ډېرو نورو بهرنیانو له خوا هم وغندل شوه او د یوه داسې هېواد له ولسمشر سره چې ځان د افغانانو ورور او خواخوږی ګڼې نامناسبه وګڼل شوه.

اوس بیا چې د هرات ولایت او هرات ښار ته نژدې د پاشدان د اوبو بند د کار تر رسمي پیل څه باندې اووه میاشتې وروسته پدې تړاو د ایراني چارواکیو نارې سورې پورته شوې، داسې ښکاري چې تر کاسې لاندې کومه نیم کاسه ده او ایراني واکمن بیا غواړي د ګډو اوبو په بهانه دلته کومه نوې لوبه پیل کړي.

ایراني چارواکي هم لکه زمونږ جنوبي ګاونډیان(اسلام آباد) هغه د فشار آله چې په لاس کې لري او هر وخت ترې ګټه پورته کوي، هلته مېشت افغان کډوال دي چې دوی یې بېرته دې خواته په ډله ییزې را اړولو سره افغان حکومت تر یو ډول فشار لاندې راوستلای شي، خو باید افغان چارواکي هم دې ته تیار وي او د ګاونډیانو مغرضانه هڅې او فشارونه دوی د هېواد د آبادۍ لپاره له خپلو پلانونو راونه ګرځوي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس