دواړه ګاونډیان به د خپل شرارت په اور کې سوزی!

پداسې حال کې چې د ډیورند استعماری کرښې په اوږدو کې تر دوه اړخیزه نښتو او بریدونو وروسته د پاکستان امنیتی ځواکونه او د هغوی وسله وال مخالفین سره په زورورو وسله والو نښتو بوخت دی او خبری رسنۍ په ډېرو سیمو کې د وسله والو مخالفینو له برلاسۍ کیسه کوی، زمونږ بل شریر ګاونډی(ایران) هم د افغان حکومت له اړخه د هېواد په جنوب لویدیځو او لویدیځو ولایتونو کې د اوبو د بندونو د جوړوولو په اندېښنه کړی دی.

د خبری رسنیو د راپورونو په اساس د ایران حکومت رسمی سرچینو، پوره یوه میاشت وروسته تر دې چې په هرات کې د “پاشدان” د اوبو بند تر اوږده ځنډ وروسته خپل کار پیل کړی، پدې تړاو نیوکې کړې دی، پداسې حال کې چې دا د اوبو بند له ایران سره له ګډې پولې خورا زیاته فاصله لری او د هرات ښار ته نژدې جوړ شوی دی.

د ایران د اوبو صنعت یوه ویاند چې د هرات د پاشدان بند فعالېدو او اوبو ورکړې په غوسه کړی ؤ، تور ولګاوه چې د دې بند فعالیدل به د دوی په هېواد (ایران) کې د خلکو لپاره د څښلو د صحی اوبو برابرول ستونزمن کړی او چاپیریال ته به هم د ده په خبره سخت زیان ورسوی.

پداسې حال کې چې د پاشدان د اوبو بند د ایران او افغانستان له ګډې پولې خورا لیرې او د هرات ښار ته نژدې جوړ شوی، د ایرانی چارواکیو دا نارې سورې داسې ښکاروی چې دلته هم تر کاسې لاندې کومه نیم کاسه شتون لری او د افغانستان د اوبو په تړاو ایرانی واکمن بیا څه ناوړه ارادې لری.

د ګډو اوبو یا د اوبو د ګډو سرچینو په تړاو د ایران ناوړه ارادې او بد نیت یوازې د هرات ښار ته نژدې او له ګډې پولې په کیلومترونو لیرې پراته “پاشدان” د اوبو بند پورې هم نه محدودیږی، هغوی د هریرود د اوبو په تړاو یا له دوی سره ګډې پولې ته نژدې په هر ځای کې چې افغانان وغواړی له خپلو سرچینو او طبیعی زیرمو حتی له خپلو سیندونو او اوبو ګټه پورته کړی د دوی نارې سورې پورته وی او په یوه ډول نه په یوه ډول غواړی داسې ښکاره کړی چې ګواکې د هیرمند د سیند په تړاو که افغان لوری هر اقدام کوی او د خپلو پولو د ننه که د خپلو اوبو څخه د خپل حق مطابق ګټه اخلی نو ګویا دا د ګډو اوبو په تړاو د ایران حق تلفی ده او که پدې تړاو ډېره نرمه خبره هم کوی نو غوښتنه یې دا وی چې افغان لوری باید پدې تړاو خپل پروګرام او پلان لدوی سره شریک کړی او په بله معنا لدوی څخه پدې تړاو اجازه واخلی.

بل اړخ ته ایرانی چارواکی د ګډو اوبو پر سر د ستونزې او متنازع مسایلو حل یوازې له رسمی لارو او قانونی چینلونو هم نه مطرح کوی، بلکې دوی تر ‌ډېره بریده پدې تړاو د زور ژبه کاروی او نه یوازې په خپلو کورنیو او داخلی مجالسو کې دا د زور او فشار ژبه کاروی چې آن کله ناکله د ایران حکومتی لوړ پوړی چارواکی هم د زور او فشار ژبه کاروی.

د ایران پخوانی ولسمشر مرحوم ابراهیم رییسی کله چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هغه هېواد له سیستان- بلوچستان ایالت څخه لیدنه کوله، پداسې یوه لهجه چې د یوه هېواد له ولسمشر سره نه ښایی افغان حکومت ته په خطاب کې غږ کړی و چې باید افغانستان هرو مرو د هیرمند سیند له اوبو څخه د دوی حق ورکړی که نه بیا دې له ځانه ګیله کوی!!!

که څه هم تر دې ناوړه لهجې او ښکاره تهدید څو میاشتې وروسته ابراهیم رییسی د الوتکې د سقوط په پېښه کې مړ شو او په هغه هېواد کې سیاسی او ډیپلوماتیک بدلونونه رامنځ ته شول، خو د یوه داسې هېواد له ولسمشر سره چې ځان په ظاهره د افغانستان او افغانانو دوست ګڼی د نوموړی دا لهجه نه یوازې د افغانانو چې د ډېرو نورو بهرنیانو له خوا هم وغندل شوه او د یوه داسې هېواد له ولسمشر سره چې ځان د افغانانو ورور او خواخوږی ګڼې نامناسبه وګڼل شوه.

اوس بیا چې د هرات ولایت او هرات ښار ته نژدې د پاشدان د اوبو بند د کار تر رسمی پیل څه باندې اووه میاشتې وروسته پدې تړاو د ایرانی چارواکیو نارې سورې پورته شوې، داسې ښکاری چې تر کاسې لاندې کومه نیم کاسه ده او ایرانی واکمن بیا غواړی د ګډو اوبو په بهانه دلته کومه نوې لوبه پیل کړی.

ایرانی چارواکی هم لکه زمونږ جنوبی ګاونډیان(اسلام آباد) هغه د فشار آله چې په لاس کې لری او هر وخت ترې ګټه پورته کوی، هلته مېشت افغان کډوال دی چې دوی یې بېرته دې خواته په ډله ییزې را اړولو سره افغان حکومت تر یو ډول فشار لاندې راوستلای شی، خو باید افغان چارواکی هم دې ته تیار وی او د ګاونډیانو مغرضانه هڅې او فشارونه دوی د هېواد د آبادۍ لپاره له خپلو پلانونو راونه ګرځوی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.