معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دوحه کې غونډه د افغانستان وضعیت ته د رسېدنې لپاره د یوې ګډې تګلارې د رامنځته کېدو غونډه وه

دوحه کې غونډه د افغانستان وضعیت ته د رسېدنې لپاره د یوې ګډې تګلارې د رامنځته کېدو غونډه وه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دوحه کې د افغانستان په تړاو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې دغه غونډه د افغانستان وضعیت ته د رسېدنې په پار د یوې ګډې نړیوالې تګلارې د رامنځته کېدو په موخه وه.
نوموړي دغه ناسته کې د سرپرست افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه کېدونکې آوازې بې اساسه وبللې.
ګوترېش ویلي، د دغې غونډې ګډونوالو د پراخ بنسټه حکومت پر نشتوالي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د سرپرست افغان حکومت د وروستیو پرېکړو په ګډون د بشري حقونو وضعیت او د نشه ‌يي توکو په هکله اندېښنه ښودلې ده.
ګوترېش دا هم وویل چې په افغانستان کې به له خلکو سره خپلې مرستې روانې ساتي .
د ګوترېش په وینا، له دې اندېښنو سره_سره د دوحې غونډې ګډونوالو غوښتنه کوله چې د افغانستان ثبات لپاره له دغه هېواد سره ښکېل پاتې شي.
تر دې وړاندې د یو شمېر افغان مقاماتو هیله وه، چې ګوندې دغه ناسته کې به د افغانستان اوسني حکومت رسمیت پېژندنې په اړه هم بحث او خبرې وشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس