کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترېش په دوحه کې د افغانستان په تړاو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته ویلی، چې دغه غونډه د افغانستان وضعیت ته د رسېدنې په پار د یوې ګډې نړیوالې تګلارې د رامنځته کېدو په موخه وه.
نوموړی دغه ناسته کې د سرپرست افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه کېدونکې آوازې بې اساسه وبللې.
ګوترېش ویلی، د دغې غونډې ګډونوالو د پراخ بنسټه حکومت پر نشتوالی، د ښځو او نجونو پر وړاندې د سرپرست افغان حکومت د وروستیو پرېکړو په ګډون د بشری حقونو وضعیت او د نشه یی توکو په هکله اندېښنه ښودلې ده.
ګوترېش دا هم وویل چې په افغانستان کې به له خلکو سره خپلې مرستې روانې ساتی .
د ګوترېش په وینا، له دې اندېښنو سره_سره د دوحې غونډې ګډونوالو غوښتنه کوله چې د افغانستان ثبات لپاره له دغه هېواد سره ښکېل پاتې شی.
تر دې وړاندې د یو شمېر افغان مقاماتو هیله وه، چې ګوندې دغه ناسته کې به د افغانستان اوسنی حکومت رسمیت پېژندنې په اړه هم بحث او خبرې وشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ