کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د حېرتان بندر مسوولینو ویلی، په دغه بندر کې دوه واګونه چې څه باندې ۱۰۰ ټنه پټرول کیږی، بېرته ازبکستان ته ګرځول شوی دی.
د بلخ د نورم سټنډرد آمر ویلی، دا دوه واګونه پټرول تېل چې ۱۰۳ ټنه او ۵۸۰ کیلوګرامه کیږی، بېرته د حېرتان بندر له لارې ازبکستان ته ګرځول شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې دغه پټرول د نورم سټنډرډ آمریت په لابراتوارونو کې له چک وروسته د افغانستان د نفتی توکو د نورم سټنډرډ سره په ټکر او بې کېفیته ثابت شول، چې وروسته د حېرتان بندر له لارې ازبکستان ته وګرځول شول.
له دې وړاندې هم په دغه بندر کې لسګونه ټنه بې کېفیته تېل ازبکستان ته ګرځول شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ