کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې ویلی، چې په تورغندی بندر کې یې دوه ټانکره بې کېفیت ګاز بېرته وګرځول.
د دغې ادارې د مسوولینو په خبره دې وروستیو کې یې په خورا جدیت سره د بې کېفیته تیلو او ګازو د واردولو د مخنیوی برخه کې عملی ګامونه پورته کړی دی.
د خبر پربنسټ دوی له ټولو سوداګرو غوښتی، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه ورته قانونی عمل سره به مخ شی.
تر دې وړاندې هم لسګونه ټانکرونه چې د دغې ادارې کېفیتی معیار یې نه و پوره کړی، له هېواده ګرځول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ