کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلی، چې له اوو بېلابېلو بنسټونو سره یې د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړی دی.
د خبر پر بنسټ، دغه تړونونه د افغان ماشومانو او ښځو له تعلیمی مؤسسې، د خېریه بشری، د ژوند ټولنیزې، اقتصادی او پراختیایی مؤسسې، له پوهنې څخه د ملاتړ، اکشن اېد، راه نوین او د ناروې د کډوالو شورا سره د همکاریو تړونونه لاسلیک شوی دی.
خبر زیاتوی، د یادو تړونونو پر بنسټ به دغه مؤسسې یو میلیون ۵۶۳ زره ۱۲ ډالر په بلخ، سرپل، بدخشان، هرات، نیمروز، بغلان، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره د نغد پیسو، خوراکی او غیر خوراکی توکو د مرستو سربېره اړمنو کورنیو ته د کورونو کرایه کولو په برخو کې لګول کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ