معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / دیکر له افغان فعالانو سره تر کتنې وروسته؛ خپلې موندنې به د امریکا له دولت سره شریکې کړم

دیکر له افغان فعالانو سره تر کتنې وروسته؛ خپلې موندنې به د امریکا له دولت سره شریکې کړم

کابل/ګهیځ:
نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا شراژدافیرې کرن دیکر تېره اونۍ ویلي وو چې ترکیې ته تللې او هلته به له یو شمېر افغان خبریالانو او فعالانو سره وویني.
نوموړې تازه ویلي، چې ترکیې ته د خپل دغه سفر او افغان فعالانو سره له کتنې تر لاسه کړې موندنې به د امریکا متحده ایالتونو له دولت سره شریکې کړي.
مېرمن دیکر بېګاه (جمعه د تلې ۶مه) پر خپل ټویټر ولیکل، افغانان چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي، د خپل هېواد د راتلونکې برخوال دي.
د امریکا شارژدافیره درې ورځې وړاندې ترکیې ته لاړه او هلته یې د افغانستان لو یو شمېر خبریالانو او فعالانو سره وکتل.
بل خوا د افغانستان لپاره د امریکاي ځانګړي استازي ټام وېسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره له خپلو ټلیفوني خبرو خبر ورکړی.
هغه ویلي، چې دواړو لورو ژر تر ژر د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو پر پرانستو او د بین الافغاني ډیالوګ پر جوړېدو ټینګار کړی، چې اوس مهال د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو تر ټولو ستر ضرورت دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس