کابل/ګهیځ:
نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا شراژدافیرې کرن دیکر تېره اونۍ ویلی وو چې ترکیې ته تللې او هلته به له یو شمېر افغان خبریالانو او فعالانو سره ووینی.
نوموړې تازه ویلی، چې ترکیې ته د خپل دغه سفر او افغان فعالانو سره له کتنې تر لاسه کړې موندنې به د امریکا متحده ایالتونو له دولت سره شریکې کړی.
مېرمن دیکر بېګاه (جمعه د تلې ۶مه) پر خپل ټویټر ولیکل، افغانان چې د نړۍ په هر ګوټ کې وی، د خپل هېواد د راتلونکې برخوال دی.
د امریکا شارژدافیره درې ورځې وړاندې ترکیې ته لاړه او هلته یې د افغانستان لو یو شمېر خبریالانو او فعالانو سره وکتل.
بل خوا د افغانستان لپاره د امریکای ځانګړی استازی ټام وېسټ له پخوانی ولسمشر حامد کرزی سره له خپلو ټلیفونی خبرو خبر ورکړی.
هغه ویلی، چې دواړو لورو ژر تر ژر د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګی پورته د ښوونځیو پر پرانستو او د بین الافغانی ډیالوګ پر جوړېدو ټینګار کړی، چې اوس مهال د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو تر ټولو ستر ضرورت دی.
گهیځ