کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د آزادو مبارزو لوبغاړی واحد نژند تېره شپه ناوخته خپله یوه لوبه کې د چک جمهوریت لوبغاړی جاکوب باهنیک ته ماتې ورکړه.
یاده سیالی چې په جرمنی کې د اوکتاګون سازمان تر چتر لاندې ترسره شوه، تر درې پړاوه سیالۍ وروسته د لوبڅارانو د پرېکړې پر اساس واحد نژند د ډېرو نومرو په اخستلو سره د لوبې ګټونکی اعلان شو.
۳۰ کلن نژند په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې له خپل سیال سره په درې پړاوونو کې پینځه ـ پینځه دقیقې سیالی وکړه او ګټونکی شو.
نژند تر دې دمه په خپلو لسو سیالیو کې اته سیالۍ ګټلې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ