د آسیا ملتونو جام فوټسال لوبو کې افغان لوبډله دوهم پړاو ته ووتله

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا ملتونو جام فوټسال سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې د ګروپی سیالیو پړاو په وروستۍ لوبه کې بحرین ته ۳-۲ ماتې ورکړه او دوهم پړاو ته یې لار پیدا کړه.

د افغانستان او بحرین ترمنځ لوبه چې پرون دوشنبه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې وه، افغانستان د سنجر، رضا حسین پور او مهران غلامی د ګولونو پر مټ بحرین ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډله به په منځلوبه کې د تاجکستان پر وړاندې سیالی ترسره کړی.

د مسؤولینو په وینا که چېرته افغان لوبډله دا لوبه هم وګټی، نو د فوټسال نړیوال جام ته به هم لار پیدا کړی.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال آسیایی سیالیو منځلوبو ته لار پیدا کوی.

د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډلې په ګروپی پړاو کې له ایران ماتې خوړلې وه، کوېټ سره یې سیالی مساوی کړې وه او بحرین ته یې ماتې ورکړه.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.