کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال شرکت رییس ویلی، د هډې فارم په ۱۰۱ بابه شنو خونو کې یې د شپږ ډوله سبزیجاتو ابریټ تخمونو د کرلو پروسه پیل کړې ده.
د نوموړی په وینا یادو تخمونو چارې بریالۍ دی، چې په حاصلاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راوستی.
په دغو ابریټ شویو تخمونو کې یو هم بادرنګ دی، چې د زراعت برخې د فعالانو په وینا د دغو خونو په هره بسوه ځمکه کې یې ۲ سوه بوټی کرل کیږی چې هربوټی یې له اووه کیلو پورته حاصلات ورکوی.
دغو شنو خونو کې کارکوونکی هم له خپلو چارو خوښی څرګندوی او غواړی چې د دغو تخمونو د ترویج لپاره باید کروندګرو ته د عامه پوهاوی پروګرامونه جوړ شی.
اوس مهال په عام بازار کې د سبزیجاتو ابریټ تخمونو یو کیلو بیه له ۱۲ سوو څخه تر دوه نیم زره امریکایی ډالرو پورې ده، چې د هقانانو په وینا اخیستل او کرل یې ورته د لوړې بیې درلودو له امله ستونزمن دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ