ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۱۰مه او د سپټمبر لومړۍ نېټه ده) د امریکا د سولې انسټیټیوټ د افغانستان په اړه په یوه خپاره شوی مطلب کې لیکلی، چې په تېر حکومت کې پراخ اداری فساد د جمهوریت د پرځېدا او اوسنی وضعیت بنسټیز لامل دی.
سرچینه کاږی، چې هلته به د فساد پر وړاندې د مبارزې چیغې ډېرې وې خو د کمښت پر ځای به ورځ په ورځ چاغېده او تر دې کچې ورسېد چې روغ حکومت نسکور کړی.
په مطلب کې د امریکا پر پالیسیو او تګلارو هم نیوکه شوې او وایی چې بایډن او ټرمپ په پوره بې مسوولیتۍ له افغانستان څخه وتل غوره کړل او اوس امریکا پر دغه هېواد اقتصادی فشارونو ته هم ادامه ورکړې ده.
گهیځ