د ادبی اثارو ډېرښت او ادبی کره کتنه
لیکوال: د بغلان پوهنتون استاذ ګل رحمن رحمانی
اوس چې تر بل هر وخت په پښتو ژبه کې د لیکوالو او چاپېدونکو اثارو شمېر زیات شوی، یا په بل عبارت هر څوک د لیکوالۍ او تخلیق هوډ لری، نو دې چارې د ادبی کره کتنې اړتیا هم تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسولې ده، خو له بده مرغه چې لا هم د کره کتنې معیار ښکته او د علمی اصولو پر ځای پر ذوقی مسایلو او تر عادی نظری نقد پورې محدود دی.
زموږ د ادبی کره کتنې یو پړاو داسې هم ؤ چې کره کتنه د هر چا صلاحیت ګڼل کېده او ادبی کره کتنه مو منفی پاله وه. کره کتونکو به یوازې د اثر په منفی خواوو پسې د نقد څراغ را اخیستی ؤ او په رڼا کې به یې د اثر په ګڼو ښېګڼو هم په بې پروایۍ پښه اېښوده، د دوی کوښښ دا ؤ چې د خپل نقد په جال کې د اثر منفی کبان ونیسی، خو دوی ددغه سمندر ښکلا او رڼوالی هېر کړی ؤ چې باید ستایل شوی وی.
بله ستونزه هم دا وه چې کله کله به اثر له کره کتونکی هېر شو، له یوې مخې به یې د اثر پنځوونکی ته پام واړوه، یعنې کره کتنه به د اثر پر ځای د اثر پر پنځګر ولاړه وه ، د هغه شخصی ژوند، ایډیالوژی، پخوانی کمزوری اثار، پوهه او دریځ به یې نقد کړی ؤ.
اوس پوښتنه دا ده چې په پښتو ادب پوهنځیو کې د کره کتنې مضمون د تدریس او د ګڼو ادبی بهیرونو په رامنځته کېدو سره بیا هم ولې زموږ د ادبی نقد درجه معیاری او هغسې نه ده چې تمه یې لرو، یا ولې د کره کتونکی خبره اهمیت نه لری او یا مو کره کتنه تش د نورو د نظرونو او نقدونو ټولګه وی.
د اوسنۍ ادبی کره کتنې حکم دا دی چې کره کتونکی باید د ادبی اثر منفی او مثبت دواړه خواوې را وسپړی، عادلانه قضاوت وکړی، ښه به دا وی چې منفی پال نه، بلکې مثبت اند ولری، په دې معنا چې لومړی باید د اثر ټولې ښېګڼې او مثبت اړخونه ذکر کړی او بیا منفی خواوو ته ورشی، حتی یو کُلی حکم دا دی چې که چېرته یو اثر اتیا- نوی سلنه ښېګڼې ولری، نو پاتې لس یا شل سلنه منفی برخې هېڅ د یادونې وړ هم نه دی.
بله اندېښنه دا ده چې زموږ نقد ولې د انتقاد او انتقام شکل لری، کره کتونکی خو باید د ادب د بڼ هغه مالی وی چې بڼ ځنګلی کېدو او یاغیتوب ته پرېنږدی، کوښښ وکړی چې وخت پر وخت ونې او بوټې له وحشی توب وژغوری، خو کله چې د بڼ دغه مالی خپله د وحشیتوب پلوی وی او د بڼ د ښکلا خیال ورسره نه وی، نو دلته باید دغه مسؤولیت ترې واخیستل شی.
اوسنی وخت د پوهې او فکر له اړخه هم له پخوانیو وختونو سره فرق لری، په دې معنا چې زموږ د اثارو لوستونکی هغه پخوانی انسان نه دی، نن علومو او تیوری ته لاس رسی بیخی اسانه شوی دی، دې چارې لوستونکی یعنې د ادبی اثارو مخاطب هم روزلی دی، د قضاوت او پرېکړې ځواک یې ورکړی، داسې نه دی چې کره کتونکی د ادبی اثر په تړاو هره پرېکړه وکړه، هغه ته به د منلو وړ وی، یا د پنځګر هره پنځونه عالی وبولی، ځکه خو باید د ادبی کره کتنې مسلکی اړخ ته پام وشی او کره کتونکی د احساساتی او یو اړخیز چلند پر ځای پر خپله پوهه، ادبی سلوک او علمی اړخ ډېر تمرکز ولری او له نهایت احتیاط څخه کار واخلی.
دا ستونزه ښایی اوس هم موجوده وی چې کره کتونکی یوازې ادبی اثر ویجاړوی یا دا حس په طبیعی ډول له هغه سره نغښتی وی، خو د معاصرې ادبی کره کتنې اصول وایی چې که د یوه ادبی اثر کوم اړخ درته خراب ښکاری او د له منځه وړلو یا سمون حکم یې کېږی، نو د سمون نسخه هم باید وړاندې شی او کوم کار چې ورانېږی، هسې وران دې نه پاتې کېږی، تر هغې د غوره جوړښت او سمون طرحه او وړاندیز دې ورسره ملګری وی.
زما په نظر چې اوسمهال زموږ د تخلیق سرچینې ښې دی، زموږ تخلیق هم تر ډېره پورې د ستاینې وړ دی، ځکه چې روانو حالاتو، غمیزو او ناورینونو زموږ خلاقو پنځګرو ته ډېرې سوژې ورکړې دی، له طبیعت سره ژور تړاو لری، خو پنځګر نه شی کولی چې خپل اثر د لوستونکی د سویې برابر شرحه کړی، دا د ادبی کره کتنې د عالم کار دی چې دا کار وکړی، خو دا چې هغه خپل مسؤولیت د پورتنیو ستونزو په سبب په وخت سره نه دی اجرا کړی، نو دلته زموږ د ادبی اثر او کره کتونکی تر منځ یوه فاصله او د هنری توازن نشتوالی ایجاد شوی چې تاوان یې یوازې ادبی اثر ته رسېږی. په بل عبارت؛ پنځګر خپل مسؤولیت اجرا کړی، خو کره کتونکی په کې پاتې راغلی.
په ادبی کره کتنه کې ټولنپوهنه او ارواپوهنه هم بارز رول لری، کله چې زموږ کره کتونکی په دې دواړو برخو کې اړین او د اړتیا وړ درک ونه لری، نو له شک پرته چې د ادبی اثارو هغه برخه چې له دې څانګو سره تړاو لری، ګوښه پاتې کېږی، دا تیاره ګوټ د هغو راتلونکو کسانو لپاره هم کوم مشال نه شی بلولی چې په دې لاره را روان دی، ځکه خو د ادب یوه برخه تته او ګوښه پاتې کېږی.
د تخلیقی ادب وده له شک پرته چې د پنځګر او کره کتونکی په ادبی صلاحیت او پوهه پورې تړلې ده، خو د دواړو تر منځ پخلاینه، د قناعت او سمون اصل هم په دې برخه کې د ډېرې یادونې وړ دی، هغه څه چې زموږ د کره کتنې په نړۍ کې تت ښکاری.
دا خبره هم باید هېره نه کړو چې کره کتنه تر تخلیق ګران کار دی، دا چې ګران دی، معنا یې دا ده چې د کره کتونکی پوهه باید تر پنځګر لوړه وی، دی باید د پنځګر په اثر وپوهېږی، بلکې دا ډول نور اثار او د کره کتنې هغه اصول یې لوستی وی چې په اساس یې ده ته د ښه او بد، کره یا ناکره د تلنې ځواک ورکوی، ددغه محک تر لاسه کول، زموږ په ذوق او ادبی ژمنتیا پورې نه، بلکې په ادبی پوهه او مطالعاتو پورې تړلې ده.
نن چې زموږ د کره کتنې لوستونکی فکر کوی چې دا موضوع د اثر او لوستونکی تر منځ خنډ ګرځېدلې، لامل یې دا دی چې کره کتنې کله کله د اثر له اصلی روح او سپړنې په بله لار روانېږی، ددې پر ځای چې د اثر سپړنه سمون وکړی، یو بل مضمون پنځوی چې کله کله له اصلی اثر سره هېڅ تړاو نه لری، یا په بل عبارت؛ کره کتونکی د اثر د کره کتنې په نوم پر مخاطب خپله پوهه پلوری.
اوس چې د اثارو او لیکوالو شمېر زیات شوی، هره ورځ د نوو اثارو او لیکوالو له نومونو سره اشنا کېږی، نو د ادبی کره کتنې مسؤولیت هم له حده ډېر محسوس دی، خو د معیاری او اصولی کره کتنې چې زموږ د ټولنې، فرهنګ او اثر له روح سره تړاو ولری، داسې کره کتنه نه چې د لوستونکی او کره کتونکی نظر د اثر په اړه یو ډول وی او کوم تفاوت په کې حس نه شی.
موږ که اوس هم د خپلو اثارو په شننه او نقد کې د پوټیک اثر، اپلاتون، ارسطو، سقراط او… نظریاتو ته په خپله پوهه او تیوری ترجیح ورکوو، نو معنا دا چې ددې برخې اوسنی اصول او نظریات مو یا لوستی نه دی او یا خو ناسم او د تطبیق وړ نه دی. په اوسنۍ ادبی کره کتنه کې د کره کتونکی او پنځګر تر منځ بدبینی او دښمنی خپله هم د ادبی کره کتنې یو مهم بحث دی چې باید په جلا ډول وسپړل شی.
گهیځ