معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اردن د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر ایران ته رسېدلی

د اردن د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر ایران ته رسېدلی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)

په داسې حال کې چې منځني ختيځ کې د ایران او اسراییلو ترمنځ دې وروستیو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي په یوه ناڅاپي سفر د همدې کړکېچ هواري لپاره تهران ته تللی.

اردن چې له اسراییلو سره ښې اړیکې لري، وزیر یې د فلسطین سما او الجزیره خبري آژانسونو سره په خبرو کې ويلي، چې د اسراییلو لخوا يې ایران ته کوم پیغام نه‌ دی راوړی، خو په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت غوښونکی دی.

صفدي په تهران کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د سفر موخه يې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنيوي په اړه په هغو روښانو خبرو – اترو کې ګډون دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په صداقت او شفاف ډول ترسره او اختلافونه راکم کړي.

ایران ته له ۲۰۱۵ کال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د اردن د بهرنیو چارو یو وزیر سفر کوي.

د چارو څارونکي په دې باور دي، چې په سیمه کې د غزې جګړه مخ په پراخېدو ده.

ایران او ملاتړ ډلې يې د لبنان حزب‌الله ویلي، پر تهران او بیروت د مرګونو بریدونو غچ اخلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس