کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)
په داسې حال کې چې منځنی ختیځ کې د ایران او اسراییلو ترمنځ دې وروستیو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدی په یوه ناڅاپی سفر د همدې کړکېچ هواری لپاره تهران ته تللی.
اردن چې له اسراییلو سره ښې اړیکې لری، وزیر یې د فلسطین سما او الجزیره خبری آژانسونو سره په خبرو کې ویلی، چې د اسراییلو لخوا یې ایران ته کوم پیغام نه دی راوړی، خو په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت غوښونکی دی.
صفدی په تهران کې یوې خبری ناستې ته ویلی، چې د سفر موخه یې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوی په اړه په هغو روښانو خبرو – اترو کې ګډون دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په صداقت او شفاف ډول ترسره او اختلافونه راکم کړی.
ایران ته له ۲۰۱۵ کال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د اردن د بهرنیو چارو یو وزیر سفر کوی.
د چارو څارونکی په دې باور دی، چې په سیمه کې د غزې جګړه مخ په پراخېدو ده.
ایران او ملاتړ ډلې یې د لبنان حزبالله ویلی، پر تهران او بیروت د مرګونو بریدونو غچ اخلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ