کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اروزګان اوسېدونکی له سرپرست حکومت غواړی، چې په دغه ولایت کې د تاریخی او لرغونو سیمو ساتنې او پالنې ته جدی پاملرنه وکړی.
دوی وایی، ځینې تاریخی سیمې د خلکو له لوری غصب شوی او حکومت یې باید مخنیوی وکړی.
د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وایی، هغه تاریخی ځایونه چې پخوا ویجاړ شوی، د بیارغونې لپاره یې هڅې پیل کړې دی.
د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې په اروزګان ولایت کې ۱۳۶ تاریخی او لرغونی ځایونه ثبت شوی، چې کافر کلا، سیمان تخت او کلا مورچه یې تر ټولو مشهوره ابدات ګڼل کیږی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ