کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپايي ټولنې ویلي، چې د بشري مرستو درېیمه جوپه کې افغانستان ته ۱۰۰ ټنه روغتیايي توکي رسېدلي.
یادې ټولنې ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې افغانستان ته شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه بشري مرستې استولې دي.
د اروپايي ټولنې مسوولینو زیاته کړې، چې په دغه جوپه کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره اړین روغتیايي وسایل شامل دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو د خوراکي توکو مرسته هم کړې، چې د ماشومانو، میندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو په ګډون د سلګونو زرو خلکو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې لګېدلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/