کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپایی ټولنې ویلی، چې د بشری مرستو درېیمه جوپه کې افغانستان ته ۱۰۰ ټنه روغتیایی توکی رسېدلی.
یادې ټولنې ویلی، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې افغانستان ته شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه بشری مرستې استولې دی.
د اروپایی ټولنې مسوولینو زیاته کړې، چې په دغه جوپه کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره اړین روغتیایی وسایل شامل دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، اروپایی ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو د خوراکی توکو مرسته هم کړې، چې د ماشومانو، میندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو په ګډون د سلګونو زرو خلکو د خوراکی اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې لګېدلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ