معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ازبکستان او پاکستان استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د ازبکستان او پاکستان استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف په تاشکند کې د پاکستان له سفیر احمد فاروق سره کتلي او د افغانستان د اوسني وضعیت او د دواړو هېوادونو د اړوندو همکاریو د راتلونکي په اړه یې خبرې کړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړه لوري د سیمې د امنیتي مسایلو، په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت، په اړه غږیدلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې د افغانستان د ټرانسپورټ او اړیکو پروژو، په ځانګړي ډول د ټرانس-افغان اوسپنې پټلۍ د جوړولو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس