کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمتالله ایرګاشف په تاشکند کې د پاکستان له سفیر احمد فاروق سره کتلی او د افغانستان د اوسنی وضعیت او د دواړو هېوادونو د اړوندو همکاریو د راتلونکی په اړه یې خبرې کړی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، دواړه لوری د سیمې د امنیتی مسایلو، په ځانګړی ډول د افغانستان وضعیت، په اړه غږیدلی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې د افغانستان د ټرانسپورټ او اړیکو پروژو، په ځانګړی ډول د ټرانس-افغان اوسپنې پټلۍ د جوړولو په اړه نظرونه تبادله کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ