کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف د مرکزی آسیا هېوادونو سرمشریزه کې د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې دا پروژه مرکزی آسیا کې د اوبو وېش زیانمنولی شی.
روسی رسنیو د نوموړی له قوله راپور ورکړی، چې د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو د را سپړلو لپاره یې د یوې ګډې کاری ډلې وړاندیز هم کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د یاد کانال د جوړولو چارو ته زور ورکړی دی.
د سرپرست حکومت په وینا، د قوش تېپې کانال په پروژه کې نږدې ۵ زره ۵ سوه تنه شپه او ورځ په کار بوخت دی.
له ۳ زره ۳ سوو ډېرو بلدوزرونو او نورو وسایلو څخه د دې کانال په کیندلو کې کار اخیستل کیږی.
دا کانال په هره ثانیه کې له امو سیند څخه ۶۵۰ مترمکعب اوبه انتقالولی شی.
د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ