د اساسی قانون د جوړېدو پر طرحې کار روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلی، چې د حکومت لخوا یې د اساسی قانون د جوړولو پر طرحې کار روان دی.
نوموړی زیاته کړې، چې اوسمهال حکومتولی د شرعی احکامو پر بنسټ مخته وړل کیږی.
د حکومت ویاند زیاته کړې، چې سرپرست افغان حکومت د اساسی قانون له تشې سره مخ نه دی.
بل لور ته د سیاسی چارو ځینی شنونکی بیا هېواد کې اساسی قانون شتون یوه اړتیا ګڼی، چې په خبره یې پر مټ یې ورځنۍ چارې او خلک په منظمه بڼه مخته ځی.
هېره دې نۀ وی چې د تېر جمهوری حکومت اساسی قانون چې ۱۶۲ مادې او ۱۲ څپرکی یې لرل، د اوسنی سرپرست افغان حکومت په بیا واکمنېدو سره لغوه شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.