د اسد رژیم په ادلب کې د کډوالو پر پنډغالی برید کړی؛ ۶ کسه وژل شوی او ۷۵ نور زخمیان دی

یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د سوریې په ادلب ښار کې د کډوالو پر یوه پنډغالی د بشارالاسد رژیم په برید کې لږ تر لږه ۶ کسه ملکی وګړی وژل شوی او ۷۵ نور زخمیان دی.
اناتولیا خبری اژانس د ځایی ملکی دفاع وزارت د سرچینو له قوله ویلی، چې دا برید نن سهار د «مرام» کډوالو پر پنډغالی د دغه رژیم لخوا د کلسټر بمونو په ذریعه شوی دی.
پر همدې بنسټ د پېښې زخمیان نژدې روغتونونو ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.
ــــ د ادلب وضعیت
ادلب او د هغې پر شاوخوا سیمو د رژیم مخالفان ولکه لری، د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د ۲۰۱۷ کال د می له ۴-۵ نیټې په غونډه کې دغه سیمه د تاوتریخوالی د کمښت سیمه و نومول شوه خو پر دغې سیمې د روسیې او بشارالاسد رژیم بریدونه ادامه لری.
د ترکیې او روسیې ترمنځ د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۱۷ نیټه د سوچی تړون لاسلیک سره سره د اسد د رژیم او د هغه د ملاتړو بریدونه دوام لری.
د ترکیې او روسیې ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د مارچ تر پنځمې د تړون نه وروسته، په دغې سیمه کې اوربند تر ډېره مراعات شوی دی.
اناتولیا خبری اژانس وایی، شاوخوا ۲ میلیونه کسانو چې د ۲۰۱۷ــ۲۰۲۰ زېږدیز کلونو تر منځ له بریدونو تښتېدلی، د ترکیې پولې ته نژدې سیمو کې پر پناه اخیستو مجبور شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.