کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلی ځواکونو له لوری یو برید شوی، چې په کې د حماس ډلې د پنځو غړو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوی.
د رویټرز خبری آژانس خبر له مخې، د حماس امنیتی څانګې القسام ویلی چې اسرایلی ځواکونو د فلسطین لوېدیځې غاړې په عقبه جبر مهاجر کمپ کې چاپه اچولې او پنځه کسان یې وژلی دی.
حماس ډلې بیا د دغه برید په غبرګون کې ګواښ کړی، چې د خپلو دغو پنځو غړو غچ به ډېر ژر واخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ