کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۹ نېټه):
په داسې حال کې چې د غزې په څو استقامتونو کې د حــ.ـماس جنګیالیو له لوری اسراییلی اشغالګر له سخت مقاومت او نښتو سره مخ دی، د اسراییلو د پوځ مشر جنرال هېرزی حلوی ویلی، غزه کې د لا درنو ګوزارونو لپاره د پوځی عملیاتو ډېرولو ته اړتیا ده.
د عربی رسنیو د راپورونو پر اساس اسراییلی ځواکونه اوس د غزې سویلی ښار خان یونس کې د حـ.ـماس جنګیالیو سره لاس په لاس جګړه کې ښکېل دی.
رسنۍ زیاتوی، چې په خان یونس سیمه کې جګړه کور په کور روانه ده.
د حـ.ـماس جنګیالیو مطبوعاتی مسوولین بیا د اسراییلی ځواکونو پر جنګی جنایتونو نیوکه کوی او له نړیوالو بشرپالو څخه غواړی، چې دغه اشغالګر ځواکونه پر بې دفاع ولسی فلسطینیانو له بریدونو راوګرځوی.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې د اسراییلی اشغالګرو د بریدونو له امله تر دا مهاله نږدې ۱۸ زره بې دفاع ولسی وګړی وژل شوی او له ۵۰ زرو څخه ډېر نور ژوبل دی.
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې د اسراییلی کلابندۍ له امله د غزې نیمایی وګړی له سختې لوږې سره مخ دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ