کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو او حمـ.ـاس جنګیالیو ترمنځ د تېرې جمعې ورځې د نافذ شوی څلور ورځنی اوربند نن وروستۍ ورځ ده.
د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو هیله ښودلې، چې دا اوربند به وغځول شی.
حمـ.ـاس جنګیالیو د دغې اوربند په ترڅ کې ۱۴ اسراییلی او درې تایلنډی اتباع چې یرغمل کړی یې وو، خوشې کړی دی.
د راپور پر بنسټ څلور نور یرغمل شوی کسان هم سره صلیب ته نن سپارل کیږی.
اسراییلی اشغالګرو دې وروستیو کې د غزې پر بې دفاع ولسی وګړو درانه هوایی او ځمکنی بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې له ۱۴ زرو ډېر مسلمانان شهیدان شول. د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې شهیدانو کې یې دوه پر درېیمه برخه ماشومان دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ