کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو لومړی وزیر دفتر تېره شپه ویلی، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ.
د اسراییل د لومړی وزیر دفتر زیاته کړې، چې د دې هېواد د جګړو د مدیریت پر سر د نتنیاهو او ګالانټ ترمنځ ډېر اختلافونه وو.
نتنیاهو ویلی، د اختلافونو د حل لپاره یې په ځلونو هڅې وکړې، خو دغه اختلافونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتې شول.
له دې سره اسراییلی رسنیو راپور ورکړی، چې په دې هېواد کې د معترضانو بېلابېلو ډلو د ګالانټ د لرې کېدو په غبرګون کې په ټول اسراییل کې د پراخو لاریونونو غوښتنه کړې.
تر دې وړاندې چې نتنیاهو ګالانټ له کابینې څخه اېستلی و، په اسراییل کې پراخ لاریونونه وشول او د دې هېواد لومړی وزیر اړ شو چې یواو ګالانټ بېرته کابینې ته راولی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ