معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اسراییلو لومړي وزیر غزه کې څو ورځني اوربند ته لېوالتیا ښودلې

د اسراییلو لومړي وزیر غزه کې څو ورځني اوربند ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ لومړۍ نېټه):
وروسته له هغې چې غزه کې د څو پرلپسې شدیدو نښتو له امله لسګونه اسراییلي پوځیان ووژل شول او ټپیان شول، د اسراییلو لومړي وزیر دغه سیمه کې څو ورځني اوربند ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له خپل حکومته غوښتي، چې د حماس په ولکه کې د یوشمېر اسراییلي برمته وو د خوشې کولو د هوکړې لپاره څو ورځنی اوربند ومني.
قطري چارواکی چې په دې خبرو کې منځګړتوب کوي، متحده ایالتونو، اسراییلو او حماس ډلې ویلي، چې داسې یوه توافق ته د رسېدلو احتمال ډېر نږدې ښکاري.
د حماس جنګیالیو له ۲ سوو ډېر هغه اسراییلي یرغمل ساتلي، چې د اکتوبر په اوومه نېټه یې په اسراییلو د برید پرمهال یې نیولي وو.
اسراییلي اشعالګرو بیا د غزې بې دفاع ولسي وګړي تر بریدونو لاندې راوستي، چې له امله یې تر دا مهاله ۱۳ زرو څخه ډېر بې دفاع فلسطیني وګړي شهیدان کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس