د اسراییلو لومړی وزیر غزه کې څو ورځنی اوربند ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ لومړۍ نېټه):
وروسته له هغې چې غزه کې د څو پرلپسې شدیدو نښتو له امله لسګونه اسراییلی پوځیان ووژل شول او ټپیان شول، د اسراییلو لومړی وزیر دغه سیمه کې څو ورځنی اوربند ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له خپل حکومته غوښتی، چې د حماس په ولکه کې د یوشمېر اسراییلی برمته وو د خوشې کولو د هوکړې لپاره څو ورځنی اوربند ومنی.
قطری چارواکی چې په دې خبرو کې منځګړتوب کوی، متحده ایالتونو، اسراییلو او حماس ډلې ویلی، چې داسې یوه توافق ته د رسېدلو احتمال ډېر نږدې ښکاری.
د حماس جنګیالیو له ۲ سوو ډېر هغه اسراییلی یرغمل ساتلی، چې د اکتوبر په اوومه نېټه یې په اسراییلو د برید پرمهال یې نیولی وو.
اسراییلی اشعالګرو بیا د غزې بې دفاع ولسی وګړی تر بریدونو لاندې راوستی، چې له امله یې تر دا مهاله ۱۳ زرو څخه ډېر بې دفاع فلسطینی وګړی شهیدان کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.