د اسراییلو کابینې د اوربند موافقه تایید او د بندیانو خوشې کولو پرېکړه یې وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو عدلیې وزارت اعلان کړی، چې له حـ ـماس سره د موافقې له مخې د ۷۳۷ فلسطینی بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.

دغې وزارت په یوه اعلامیه کې چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپره کړې ویلی، د زندانونو ادارې تر څار لاندې د یادو بندیانو خوشې کېدل تایید شوی دی.

د دې پرېکړې پر بنسټ، چې د اسراییلی کابینې له اوږدو بحثونو وروسته تایید شوه، تمه کیږی بندیان به سبا د یکشنبې ورځ په سیمه‌ ییز وخت له غرمې مخکې خوشې شی.

د خوشې کېدونکو کسانو په نوملړ کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دی، چې ډېری یې د فلسطینی ادارې د فتح ګوند اړوند کسان دی.

د اسراییلو او حـ ـماس تر منځ د دې موافقې له مخې اوربند به د یکشنبې په ورځ د سیمه‌ییز وخت د غرمې په ۱۲:۱۵ دقیقو نافذ شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.