د اسراییلی اشغالګرو د بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینی وګړو شمېر نږدې ۴۵ زره ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کې ویلی، چې د اسراییلی اشغالګرو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینی وګړو شمېر ۴۴زره ۷۰۸ ته لوړ شوی.

دغه وزارت ویلی، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۴ نورو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی، چې دا شمېر په وژل شویو کې شامل دی.

راپور زیاتوی چې دغو بریدونو ۱۰۶ زره ۵۰ کسان ژوبل کړی هم دی.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د غزې تړانګه د پراخو بمباریو او تاوتریخوالی شاهده ده، چې له امله یې دغه سیمه کې بشری ناورین رامنځته شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.