معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د اسراییلي پوځ لیکو کې د ماتې نښې څرګندې شوي

د اسراییلي پوځ لیکو کې د ماتې نښې څرګندې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یوې معتبرې اسراییلي رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییلي پوځ ۶۱ سلنه دایمي افسران د خپلو دندو له تمدید نه په شاه شوي دي.

د یدیعوت احرنوت اسراییلي ورځپاڼې ویلي، چې اسراییلي پوځ کې د دندې مودې د نه تمدید دا شمېره د اکتوبر د ۷ مې نېټې له حملې مخکې ۵۴ سلنه وه، چې د پخوا په پرتله اوس ۷ سلنه زیاته شوې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې اسراییلي کمېسیون سروې ښيي، چې پوځ کې ژور خپګان د پوځیانو کورنیو ته د زیان وېره او معاشاتو کې د پام وړ کموالی له پوځ د افسرانو د تېښتي عمده ټکي دي.

د یادونې ده، چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم تر اټکل پورته د فلسطیني مقاومت دوام او غزه کې د روان وحشت له امله له اسراییلي سوداګریزو شرکتونو سره د ځینو هېوادونو د راکړې – ورکړې پرېکون اشغالګر رژیم له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس