کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یوې معتبرې اسراییلی رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییلی پوځ ۶۱ سلنه دایمی افسران د خپلو دندو له تمدید نه په شاه شوی دی.
د یدیعوت احرنوت اسراییلی ورځپاڼې ویلی، چې اسراییلی پوځ کې د دندې مودې د نه تمدید دا شمېره د اکتوبر د ۷ مې نېټې له حملې مخکې ۵۴ سلنه وه، چې د پخوا په پرتله اوس ۷ سلنه زیاته شوې ده.
له اداری فساد سره د مبارزې اسراییلی کمېسیون سروې ښیی، چې پوځ کې ژور خپګان د پوځیانو کورنیو ته د زیان وېره او معاشاتو کې د پام وړ کموالی له پوځ د افسرانو د تېښتی عمده ټکی دی.
د یادونې ده، چې په غزه کې د صهیونیستی رژیم تر اټکل پورته د فلسطینی مقاومت دوام او غزه کې د روان وحشت له امله له اسراییلی سوداګریزو شرکتونو سره د ځینو هېوادونو د راکړې – ورکړې پرېکون اشغالګر رژیم له سخت اقتصادی بحران سره مخ کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ