کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۷ نېټه):
د ننګرهار برېښنا مطبوعاتی مسوولینو رسنیو ته ویلی، چې د دوی تخنیکی هیأت د کونړ ولایت د اسعدآباد برېښنا کوټ د ارتی سیسټم پاتې کارونه بشپړ او معیاری قیمت یې ترلاسه کړ. د دوی په خبره تخنیکی هیأت همدارنګه د برېښنا کوټ د درې ګونو فلزی دروازو یو شمېر پرزه جات اندازه ګیری کړل او مسوولینو ته د عملی چارو د ژر تر ژره پیلولو مشوره ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د اسعدآباد برېښنا کوټ د اساسی بیارغونې چارې د افغانستان برېښنا شرکت په ځانګړې سپارښتنه له څه مودې راهیسې پیل شوې چې د ننګرهار برېښنا تخنیکی ټیمونه په پرلپسې او منظمه توګه له یادو چارو څارنه او ارزونه کوی. ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ