د اسعد آباد ښار داخلی سړکونه د جوړونې پر مهال د درغلیو له امله نا سم جوړ شوی دی
راپور: سپین غر
د ګهیځ موندنې ښیی چې په اسعد اباد ښار کې داخلی سړکونه له جوړېدو وروسته، بېرته ژر له منځه ځی او ځینې سرچینې وایی چې اداری فساد، د دې ستونزې عمده لاملونه دی.
د اسعد آباد ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ ددې ښار داخلی عمومی سړکونه نژدې ۲۵ کیلو مترو ته رسېږی چې نږدې هر کال یی په ترمیم یو زیاته اندازه پیسې لګیږی.
دا چې ولې دغه سړکونه دومره ژر تخریب کېږی،په اړه یې د دغې برخې کار پوره انجینیر حضرت بلال سیاح وایی: “د ښار د زیاتو برخو اوبه ندی ویستل شوې، که د روانو اوبو لاره خلاصه ده، نو د باران اوبو لاره نشته او هغه په سړک کې ډنډ کېږی.”
نوموړی زیاتوی چې ددې تخریب بل دلیل دا هم دی چې دا سړکونه شرکتونو ته په قرارداد ورکول کېږی، او دا شرکتونه اکثره مسلکی کارکوونکی نه لری او له همدې امله د پخوا جوړو شویو سړکونو سره د دوی له خوا د جوړو شویو سړکونو پرتله نشی کېدای.
د سړک جوړونې یو بل انجینیر چې د مسلم خان په نامه ځان را پېژنی ورته نظر لری او زیاتوی چې اوبه د سړکونو د بیا تخریب یو عامل کېدای شی، خو دده په خبره بله ستونزه داده چې دلته په ښه کیفیت کار نه کېږی.”
ښاغلی مسلم دا هم وایی چی له بده مرغه د سړکونو او ټول ښار ساحه تنګه ده چې له امله یې د سړک ترمیم پروسې ته کافی وخت نه ورکول کېږی او تر ترمیم سمدستی وروسته کار ترې کار اخیستل کېږی.
ښاغلی مسلم د دغو سړکونو د ترمیم په ډیزاین هم نیوکه کوی او وایی چې ډیزاین یې مسلکی نه وی.
د اسعد آباد ښاروالۍ د بورډ غړی صادق الله سیار هم منی چې د دغو سړکونو ترمیم په بشپړ کیفیت نه تر سره کېږی، خو دی بیا وایی چې دا سړکونه په لومړی سر کې په ښه کیفیت ندی جوړ شوی.
ښاغلی سیار د ښاروالۍ د بودیجې له کمبود نه هم سرټکوی خو ددې سره سره منی چې شرکتونو ته پوره او د معیاری کار پېسې ورکول کېږی، ځکه هم د سړکونو ترمیم په سم او با کیفیته بڼه نه ترسره کېږی.
بل خوا د کونړ زیات شمېر موټر چلوونکی هم د ښار له کنډ او کپر سړکونو څخه تر پوزې راغلی او هم ستر لامل یې په مسلکی ډول د دغو سړکونو نه جوړېدل ګڼی.
د فضل واحد په نامه یو تن موټر چلوونکی وایی:”دغه کنډو کپرو موږ ته ډېره ستونزه جوړه کړې، موږ ښه په طبیعت روان وو چې یو درز شی او موټر مو کندې ته ولویږی، لدې سره موټر مو عوارض کوی، دا کندې د ښاروالۍد دروازې مخې ته هم شته خو مسؤولینو پرې سترګې پټې کړې او په سم ډول یې نه جوړوی چې دایمی کار ورکړی.”
بل خوا د اسعد آباد ښاروال جواز باز ساپی هم تر ډېره دا ستونزې منی او زیاتوی چې په تېر ۱۳۹۹ لمریز کال کې د (۷۰۰) متر مربع سړکونو داغ ګیری شوې چې ټولیز لګښت یې (۶۶۷۰۰۰) شپږ لکه اووه شپیته زره افغانۍ وو.
ښاروال وایی چې دا پروژه یې د دواطلبۍ له لارې شرکت ته ورکړل شوې او هڅه شوې چې په شفافیت او ښه کیفیت
هغه ژمنه کوی چې په راتلونکی کې به د ترمیم ترڅنګ د ټولو پروژو دقیق څارنه او نظارت کوی. د اسعد آباد ښاروال په وېنا ددې ښار سړکونه ډېر تخریب شوی او دا تخریب د سروې له مخې د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات دی.
گهیځ