د اسلامی امارت حکومت د زړو اوسپنو د څېړلو په موخه کندهار ته پلاوی لېږلی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د زړو اوسپنو د څېړلو لپاره یې یو پلاوی دغه ولایت ته استولی دی.

د یادی خونې مرستیال یونس مهمند رسنیو ته څرګنده کړې، په هغه ناسته کې چې د اوسپنې ویلی کولو کارخونو له مالکانو سره د کورنیو تولیداتو پر ستونزو، د توکو کموالی او د خرڅلاو بازار پر نشتوالی د خبرو لپاره جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې یادې کارخونې دې په سپین بولدک کې شته زړې اوسپنې په وړ قیمت وپیری.

د ښاغلی مهمند په خبره دا کار به کورنیو تولیداتو ته لار هواره کړی او د اومه موادو د نشتوالی په برخه کې به د کارخونو ستونزه هم تر یوه بریده هواره شی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اوسپنې ویلی کولو د کارخونو مالکانو په وار وار د اومه موادو له نشتوالی شکایت کړی او غوښتنه یې کړې چې زړې اوسپنې باید بهر ته و نه لېږدول شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.