د اسلامی نړۍ مشهور عالم او مفکر شیخ عبد المجید الزندانی وفات شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسلامی نړۍ مشهور عالم او مفکر مجاهد، شیخ عبد المجید الزندانی له نړۍ وکوچېد.

د خبر پر بنسټ د نوموړی زوی پر اېکس رسنۍ د خپل پلار د مړینې تأیید کړی دی.

شیخ الزندانی د یمن هېواد و، چې افغانستان ته یې هم څو ځله سفرونه کړی وو.

د شیخ الزندانی کورنۍ غړو او دوستانو رسنیو ته ویلی، چې نوموړی په جهاد او دعوت دواړو ډګرونو کې بې ساری قربانۍ ورکړې.

د اسلامی نړۍ دې نامتو عالم په افغانستان کې د احزابو ترمنځ په داخلی جګړو کې د یووالی په پار منځګړیتوب هم کړی و.

نوموړی د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۲ کلونو په عمر په ترکیې هېواد کې، چې هلته یې د تبعید ژوند کاوه، وفات شو.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.