د اسلامی همکاریو د سازمان ځانګړی استازی کندهار کې له یو شمېر افغان چارواکو سره لیدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۸ مه نېټه):
د اسلامی همکاریو سازمان په یوه ټویټ کې ویلی، چې افغانستان کې د دې سازمان ځانګړی استازی طارق علی بختی کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقی او د کندهار له مرستیال والی مولوی حیات الله محب سره لیدنې ترسره کړی دی.
د دغه سازمان په وینا ځانګړی استازی یې دغو لیدنو کې له افغانستانه د دغه سازمان د ملاتړ پیغام اعلان کړ او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د ځنډولو پر پرېکړې د بیا کتنې پر اهمیت خبرې وکړې.
تر دې وړاندې هم افغانستان کې د دغې سازمان ځانګړی استازی له یو شمېر افغان چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو پر سر خبرې_اترې ترسره کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.