د اسلامی همکاریو د سازمان یو پلاوی کابل ته راځی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۷ مه نېټه):
د اسلامی همکاریو سازمان سرمنشی حسین ابراهیم طاهه د اسلامی همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلی، په پام کې ده چې د دې سازمان له خوا د اسلامی دینی عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته سفر وکړی.
یادو خبرو نوموړی زیاته کړې، چې دا پلاوی به د سرپرست افغان حکومت له یو شمېر چارواکو سره د نجونو د زده‌ کړو او ښځو د کار په اړه خبرې_اترې وکړی.
نوموړی دغو خبرو کې د خپل استازی له لارې سرپرست افغان حکومت نه غوښتی چې د ترهګرۍ پر وړاندې لا ډېرې هڅې وکړی.
د اسلامی همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۹ غونډه چې په موریتانیا کې پیل شوې وه، په اجنډا کې یې د افغانستان مسلې ته هم ځای ورکړل شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.