د اسلامی همکاریو سازمان د افغانستان په اړه غونډه جوړوی

سعودی عربستان د اسلامی همکاریو له نړیوال سازمان څخه غوښتی چې د افغانستان په اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولی.

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د عرب نیوز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د سعودی چارواکو ویلی دوی په افغانستان کې د تل پاتې ثبات او سولې غوښتونکی دی او تمه لری چې هر څه ژر له افغانانو سره د اسلامی هېوادونو لخوا بشردوستانه مرستې وشی.

سعودی چارواکو همدا راز هیله ښودلې ده چې په دې ناسته کې به د افغانستان په تړاو پر مهمو موضوعاتو د یو ګډ دریځ فرصت ومومی.

سعودی عربستان دغه راز ویلی چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت غوښتونکی دی او تمه لری چې د اسلامی همکاریو نړیوال سازمان غړی هېوادونه هم په دې اړه ټینګار وکړی او د اسلامی امارت چارواکی وهڅوی چې په افغانستان کې له ټولو اړخونو یو جوړ شوی پیاوړی حکومت رامنځ ته کړی.

سعودی عربستان ویلی چې دوی په خپل وار له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته تیار دی او له غړو هېوادونو هم د مرستو او همکاریو غوښتنه کوی.

د عرب نیوز ورځپاڼې لیکلی، تمه کېږی چې په دې ناسته کې به د افغانستان د امنیت او ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه هم خبرې وشی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د اسلامی امارت استازی به هم دې ناستې ته ور وبلل شی او که نه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.