کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداری مرستیال د اسلامی همکاریو سازمان په راتلونکې ناسته کې د سرپرست حکومت د استازو وربلل کېدو غوښتنه کړې.
اداری مرستیال دا موضوع د اسلامی همکاریو سازمان له ځانګړی استازی طارق علی بخیت سره په لیدنه کې یاده کړې ده.
حنفی ویلی، د اسلامی هېوادونو ستونزې مشترکې دی او اسلامی هېوادونه باید د دې ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړی.
په ورته وخت کې طارق علی بخیت په دغه کتنه کې په ګامبیا هېواد کې د اسلامی همکاریو سازمان د راتلونکی ۱۵مې ناستې او د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه معلومات ورکړی او ویلی دی، چې موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ