کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د عربی رسنیو د راپورونو له مخې د اسلامی همکاریو سازمان عمومی سکرتریت نن په خپل مرکزی دفتر کې پر افغانستان اضطراری غونډه جوړوی.
رسنیو د دغه سازمان د مسوولینو له قوله ویلی، چې د سازمان اجرایوی کمېټه به په دې غونډه د افغانستان پر وروستیو تحولاتو او بشری وضعیت بحث او خبرې وکړی.
د اسلامی همکاریو سازمان عمومی سکرتریت مرکزی دفتر د سعودی عربستان په جده ښار کې موقعیت لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ