د اسلامی همکاریو سازمان په موسسو کې د افغان ښځو پر کار بندیز د ښځو لپاره یوه لویه ضربه بللې

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د اسلامی همکاریو سازمان د سرپرست افغان حکومت لخوا په غیر دولتی موسسو کې د ښځو په کار کولو بندیز د افغان ښځو حقونو ته یوه بله لویه ضربه وبلله او په دې پرېکړې یې ژوره خواشینی څرگنده کړه.
د اسلامی همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طه ویلی، چې دا تصمیم به نه یوازې افغان ښځې له معاشه محرومې کړی، بلکې بېوزولو افغانانو ته د مرستو رسولو پروسې باندې به هم منفی اغېزه ولری.
دغه سازمان د افغانستان په سرپرست حکومت غږ کړی څو پر خپلې کړې پرېکړې بیا غور وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.