معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو یو پلاوي د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادېدو غوښتنه وکړه

د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو یو پلاوي د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادېدو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو یو پلاوی چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی و، د خپل سفر پر وروستۍ ورځ یې یوه خبري ناسته بللې وه.
دغه خبري ناسته کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ له امریکا او نړیوالو غوښتنه وشوه چې د افغانستان بد اقتصادي وضعیت ته په کتو دې د دوی کنګل شوې شتمني آزاده شي.
د مصر، سوډان، فلسطين او لېبیا هېوادونو د ديني عالمانو پلاوي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو د غوښتنې ترڅنګ افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره د ټولو قومونو او خلکو پر یو والي ټینګار وکړ.
دوی ویلي، چې د بشپړ ټیکاو لپاره باید افغانان خپلو منځونو کې یو بل ومني او حکومت دې مسلکیتوب ته په لومړیتوب ورکولو سره د یو بل تر منځ د احترام او درناوي دود پیاوړی کړي.
دغه علماء په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغانستان کې د نجونو د تعلیم او تحصیل ترڅنګ د مېرمنو پر کار د حکومت د بندیز له امله نړۍ له افغانستان سره په ټکر او مخالفت کې واقع شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس