کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د اسلامی هېوادونو دینی عالمانو یو پلاوی چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی و، د خپل سفر پر وروستۍ ورځ یې یوه خبری ناسته بللې وه.
دغه خبری ناسته کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ له امریکا او نړیوالو غوښتنه وشوه چې د افغانستان بد اقتصادی وضعیت ته په کتو دې د دوی کنګل شوې شتمنی آزاده شی.
د مصر، سوډان، فلسطین او لېبیا هېوادونو د دینی عالمانو پلاوی د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو د غوښتنې ترڅنګ افغانستان کې د دایمی ثبات لپاره د ټولو قومونو او خلکو پر یو والی ټینګار وکړ.
دوی ویلی، چې د بشپړ ټیکاو لپاره باید افغانان خپلو منځونو کې یو بل ومنی او حکومت دې مسلکیتوب ته په لومړیتوب ورکولو سره د یو بل تر منځ د احترام او درناوی دود پیاوړی کړی.
دغه علماء په داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې افغانستان کې د نجونو د تعلیم او تحصیل ترڅنګ د مېرمنو پر کار د حکومت د بندیز له امله نړۍ له افغانستان سره په ټکر او مخالفت کې واقع شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ